سياسى مشرانو او د افغانستان دولت خپلې ژمنې د ډاياگ د پلى كولو په هكله نوې كړې
د نومبر د مياشتې ۲۲مه ارگ، كابل – جلالتمآب حامد كرزي، د افغانستان اسلامى جمهوريت جمهور رئيس، نن سهار د رياست جمهوري په ماڼۍ كې د يوې ځانګړې غونډې مشرې د ناقانونه وسله والو ډلو د ړنګولو (ډاياگ) تر سرليك لاندې په غاړه واخيسته. په دغه غونډه كې احمدضيا مسعود، د جمهور رئيس لمري مرستيال، استاد برهان الدين ربانى، استاد عبدالرب رسول صياف، پير سيد احمد گيلانى، جنرال عبدالولى، هدايت امين ارسلاح لوړ رتبه وزير، داكتر رنگين دادفر سپنتاد بهرنيو چارو وزير ، زرار احمد مقبل د كورنيو چارو وزير، ډاکتر احمد یوسف نورستانی د ملي دفاع وزارت معين ، ډاكتر زلمى رسول د ملى امينت سلاكار، داكتر فاروق وردك، د پارلماني چارو وزير او د اداري چارو رئيس، د ملي امنيت د رئيس مرستيال، د امريكې د متحده ايالاتو او د جاپان سفيرانو، د اروپائى اتحاديې او ملګروملتونو استازو، ديودريچارد، د ناتو- آيساف قومندان ګډون درلود.
نور ...
|
تاریخچه. د ۲۰۰۴ کال په جولای کی د افغانستان د نظامی قواوو پاتی شونی
او هم هغه ډلې چې هېڅکله هم د افغانستان د نظامي قواوو په چوکاټ کې
نه وې داخلې شوې، غیرقانونی اعلان شوې (د ولس مشر ۵۰ فرمان). داسې
تخمین کېده چې کېدای شي ټول ۱۲۰۰۰۰ کسان چې په ۱۸۰۰ غیرقانوني ډلو
کې په کار بوخت دي په دې کټګورۍ کې شامل شي. موخې. هېواد ته له ورته
نظامي جوړښتونو څخه د ژغورلو په منظور، ډایاګ له ملي کچې څخه په لوړې
کچې د وسلې ټولولو یو پروګرام دی. د ډایاګ نهایی موخه دا ده چې د ښه
نظام له لارې د قانون بیا پیاوړي کولو ته لاره پرانیزي.
نور ... |