صفحه اصلی
تکراري پوښتنې او ځوابونه
دایاگ څه ته وایي ؟
ډایاگ دناقانونه وسلوالو ډلو منحلولواو بې وسلې کولو ته وایي، دډایاگ موخه نه یوازې د خلکو بې وسلې کول او دوسلو راټولول دي بلکې دناقانوني وسلوالو ډلو او گروپونو منحلول هم دي ، ځکه چې وسلوالې ډلې او گروپونه دملي امنیت او ثبات لپاره خطر او تهدید دي، چې په نتیجه کې ددغې وسلې موجودیت د پر مختیایي کارونو مخه نیسي او دافغانستان راتلونکی نور هم دخطر سره مخامخ کوی .
دډایاگ وروستنی او نهایي موخه په افغانستان کې دیو روښانه، پر مختللی او ټینگ حکومت او دقانون برلاسی او وده ده.
دیو ې وسلوالې اوغیر قانوني ډلې تعریف څه دی؟
که څه هم ددې لپاره کوم قانوني او ځانگړی تعریف نشته خو بیا هم د ډایاگ قانو ن پوهانو دغه لاندې تعریفونه کړیدي :
۱. دغه گروپ او یا ډله باید لږ تر لږه ۵ غړي ولري.
۲. دغه گروپ دیوه رهبر تر څارنې لاندې وي او ټول غړي دې رهبرته رښتینی او متعهد وي اوپه دې هکله له هیڅ ډول سرښندنې څخه سرغړونه نه کوي .
۳. دغه ډله په خپلواکه توگه پرته له هیڅ ډول دولتی مجازاتو خپلې دندې پرمخ بیایي.
۴. دغه گروپ اویا ډله دافغانستان ددولت دهغو صلاحیتونو او فعالیتونو مانع گرځي کوم چې دولت دهغې پلي کول غواړي.
په کوم اساس او دلیل باندې دغه گروپونه غیر قانوني اعلان شویدي ؟
دافغانستان داسلامي دولت دریس جمهور د 50 فرمان له مخې د 2004 کال د جولای په میاشت کې پاتې وسلوال فوج اوهمدارنگه هغه گروپونه چې تر اوسه پورې د ملي پوځ سره نه دي یو ځای شوي غیرقانوني اعلان شول ، چې اندازه یې 120000 نفرو ته رسیږی په 1800 گروپونوکې تنظیم شوي او فعالیت کوي .
او همدارنگه دوسلودقانون له مخې 20 فرمان چې 2005 کال د جون په 24 منظورشو یادونه شوې ده چې ټوله اور لرونکې وسله ، مهمات او چاودیدونکي مواد چې څوک ولري اویا دهغې نه استفاده کوي باید دقانون په چوکاټ کې وي ، او که اشخاص او یا ډلې دغه ذکرشوي اجناس په ناقانونه توګه ساتي اویا ترینه استفاده کوي نو دقانون له مخې دغه ډلې او اشخاص غیر قانوني دي.
د ډایاگ پروگرام څوک تطبیقوي؟
دوسلوټولولو اوبیا میشته کولو کمیسیون د ډایاگ دپروگرام دتطبیقولو مسولیت دیو لارښود او پالیسۍ له لارې په غاړه لري چې دغه کمیسیون دریس جمهور دمرستیال محترم کریم خلیلي لخوا رهبري کیږي او ددې کمیسیون مرستیال محترم نورستانی صیب دی چې همدارنگه دی (نورستانی ) دملي دفاع وزارت مرستیال هم دی ، دوسلوټولولواوبیا میشته کولو دکمیسیون ا جرایوی برخه گډه دارالانشاء ده ، چې دغه گډه دارالانشاء له دغه لاندې ارگانونونه جوړه ده:
دملی دفاع وزارت ، دکورنیو چارو وزارت ، دملی امنیت ریاست ، یوناما او دایتلاف او آیساف قوتونه.
په سیمییزه کچه باندې دافغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ولایتي کمیټې جوړې شویدي، چې دغه کمیتې دهغه ولایت دوالي له خوا رهبری کېږي چې ددې کمیټوسیمییز غړي دادي : دامنیې قوماندان، دملي امنیت ریاست ، ملي اردو ، دحج اواوقافو ریاست ، داطلاعاتو او کلتورریاست ، دکلیو اوپراختیا ریاست ، دکرنې او مالدارۍ ریاست ، دکاراو ټولنیزو چارو ریاست ، یوناما ، دافغانستان دنوي پیل دفتر او دولایتي بیا رغونې ټیم .
ولایتي کمیتې اطلاعات راغونډوي ، وضع ارزیابي کوي اوبیا دډایاگ دمرکزي پالیسۍ اودوسلې دراټولولو د کمیسیون د لارښود له مخې په هغې باندې عمل کېږي.
دډایاگ پروگرام څه وخت شروع شوی دی ؟
د ډایاگ پروگرام په رسمي ډول په ۱۱ دجون په ۲۰۰۵ کال کې دریس جمهور دمرستیال محترم کریم خلیلي لخوا دانتخاباتو په جریان کې شروع شو. دانتخاباتو دپروسې نه په گټې اخیستلو سره دانتخاباتو د ۳۴ مادې له مخې ( کاندیدان باید هیڅ ډول اړیکې له وسلوالو ډلو سره ونه لری )، دوسلو ټولولو اوبیا میشته کولو کمیسیون خپله توجه دهغو کاندیدانو په طرف واړوله کوم چې د پارلمان او ولایتي شوراگانو لپاره کاندید وو، چې په یوزرو اته سوه او اته (۱۸۰۸) نفرو کاندیدانوباندې داگمان کېده چې ددوی له وسلوالوډلو سره اړیکې لري او په نتیجه کې ۲۰۷ نفره کاندیدان دگډې دارالانشاء لخوا په موقته توگه دانتخاباتونه بې برخې شول ، چې دهمدې جملې کاندیدانونه ۱۲۴ نفرو ۴،۸۵۷ میله وسله تسلیم کړه او دکاندیدو حق یی ترلاسه کړ او پاتې ۳۴ نفره دنه همکارۍ له مخې دکاندیدونه منع کړای شول.
د ډایاگ د پروگرام اوسنی حالت څنگه دی ؟
دډایاگ پروگرام اوس په تول افغانستان کې په داوطلبانه ډول او دخبرو له لارې پرمخ ځي ، برسیره پرهغو قوماندانانو چې خپله وسله په خپله خوښه سپاري او داوعده کوي چې خپلې ډلې به هم منحلوي ، ولایتي کمیتې هم دوسلوالو ډلو په منحلولوکې په یوه اویا ډېرو ولسوالیو دولایت کې مهم او اساسي رول لري .
نو د ډایاگ دپروگرام دراتلونکې تقویې لپاره یو شمیر ولایتونه دولایتي کمیټو او گډې دارالانشاء لخوا په گوته شوي دي البته هغه ولایتونه دي چې دوی پرې باوري دي او داپروسه دکامیابۍ پړاو ته رسوي ، دغه پروسه د ډایاگ اساسي پړاو بلل کېږي ، چې پدې اساسي مرحله کې ۱۸ ولایتونه په گوته شوي دي او په درېيو گروپونوباندې ویشل شوی دی ترڅوپورې داپروسه ښه کامیابه شي او خپل هدف ترلاسه کړي.
لومړنی ولایت چې ددې پروسې هدف گرځیدلی دی دکاپیسا ولایت دی چې په اول د(می) د ۲۰۰۶ کال اساسی مرحله پکې شروع شوې ده ، چې پخوانیو قوماندانانو ته هغه لیکونه ورکول شول کوم چې گډې دارالانشاء ترتیب او دکمیسیون مرستیال محترم یوسف نورستاني امضاء کړي وو ، په د ې لیکونوکې ددې قوماندانانو نه غوښتل شوي وو چې د یوې میاشتې په موده کې دپروسی سره همکاري وکړي، یانې خپلې وسلې تسلیم او ډلې منحل کري.
که چېرته پخواني قوماندانان دپروگرام سره همکاريونه کړي نو څه به پیښ شي؟
وروسته دیوې میاشتې نه دپخوانیو قوماندانانو همکاري دگډې دارالانشاء له خوا نه ارزیابي کېږي، بالاخره پخواني قوماندانان ددولت لخوا تر پوښتنې لاندې راځي او ددولت لخوا به ورسره قانوني چلند کېږي.
هغه کسان چې دپروگرام سره همکاري کوي کوم امتیاز ورکول کېږي؟
راځی چې په دې موضوع لږه رڼا واچوو ، ډایاگ دخپلې خوښې پروگرام نه دی بلکه دایو داسې پروگرام دی چې باید تطبیق شي. ددې پروگرام د پلي کولو لپاره یو قانونی ضرورت دی نو بناً هغه کسان چې دپروسې سره همکاري کوي کوم امتیاز ددوی لپاره نشته.
باید وویل شي چې هغه مشران چې وسلوالو غیر قانوني ډلو او قوماندانانو ته پنا ورکوي دتبلیغاتي کمپاین له لارې پوه شي چې دا ډلې او قوماندانان دسیمې او ولس لپاره خطر دي او دادومره بدامني ددوی له لاسه منځته راځي نو دوی سره باید مرسته ونه شي، خو هغه کسان چې دپروگرام سره همکاري کوي دهغوی دسیمې لپاره پرمختیايي پروژې په نظرکې دي چې دابه دیو با امنه چاپیریال په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او حکومت به نورهم مستحکم کړي ، نو پر همدې اساس د ډایاگ پروگرام دانکشافی پروژو او ښه حکومتدارۍ لپاره ۳۵ میلیونه ډالره تخصیص لري.
تاسو څنګه هیله او توقع کولی شی چې ډایاګ به عملي شي، په داسې حال کې چې دزیاتووسلوالو ډلومشران په حکومتي دندو گمارل شوي دي؟
گډه دارالانشاء دهغو دولتي کارکوونکو لیستونه جوړوي کوم چې وسلوالوډلو پورې تړلې دي ، چې دغه لیست اوس دگډې دارالانشاء لخوا داعضاو په همکارۍ بشپړ شوی دی، هغو دولتی کارکونکوته چې وسلوالو ډلو پورې تړلې دي ددې پروگرام سره دهمکارۍ لپاره یوه میاشت وخت ورکول کېږي چې دنه همکارۍ په صورت کې به دخپلود ندو نه لرې کېږي، تراوسه پورې ۳۲ دولتي کارکونکو ته چې له وسلوالو ډلو سره اړیکې لري لیکونه ورکول شوي دي.
ایا د ۱۸۰۰ وسلوالو ډلو موجودیت او یوازې د ۲۵۰۰۰ میله وسلې راټولول ددې پروگرام ناکامي نه ده ؟
هېڅوک باید په دې لوړو رقمونو باندې غلط نه شي، کېدای شي چې په حدود د ۱۸۰۰ غیر قانوني وسلوالې ډلې موجودې وي ، خو موږ اوس په ډیره جدي توگه د ۱۰۰ یا ۲۰۰ غیرقانوني وسلوالو ډلوپه لټون کې یو چې دغه ډلې افغان ولس او دولت ته یو خطر دی ، نو بناً په اندازه د ۲۵۹۳۶ میله وسلې چې پدی کې ۱۵۹۲۵ میله عملیاتي وسله موجوده ده او همدارنگه ۲۲،۴۱۳ فیره سرتړلي مهمات او ۲۲۹،۳۰۳فیره نور مهمات را ټول شوي دي دا یوه مثبته لاسته راوړنه ده ( دادافغانستان دنوی پیل ددفتر راپوردی ، ۲۵ سپتمبر ۲۰۰۶)
دوسلې راټولول څنگه کېږي ؟
د امنیتي کارکوونکو په واسطه په هر ولایت کې دوسلې دټولولو مرکزونه جور شوي دي ، کومه وسله چې دپخوانیو قوماندانانو له خوا راټولیږي هغه د (افغانستان دنوي پیل) ددفتر د ټیم لخوا تفکیک، تشخیص او راجستر کیږي او بیا لویو ډیپوگانو ته چې په پلچرخي کې موجودې دي لیږدول کېږي ، هلته بیا دکار وړ وسله بیرته امنیتي ارگانونو ته ورکول کېږي او بیکاره وسله له منځه وړل کېږي .
د ډایاگ او ډي ، ډي ، آر ترمنځ څه توپیر دی ؟
د ډي ، ډي ، آر پروگرام تقریبا ۶۰۰۰۰ پخواني قوماندانان بی وسلې کړل ، دهغوی نظامي ټولگي یې ملکي کړل او دهغوی پرسونل ته یې د بیا رغونې دپروژو وړاندیز وکړ. که څه هم د ډي ، ډي ، آر پروسه کامیابه وه ، خو دغیر قانوني وسلوالو ډلو دمنحلولو پروگرام کوم چې دوزارت دفاع له چوکاټ نه بهر دي په ډي ، ډي ، ارکې شامل نه وو اونه داسې پروگرام وو چې هغه ورانکارې ډلې اوهغه دولتي کارکونکې چې دوسلوالو ډلو سره یې اړیکې درلودې په دې پروسه کې شامل نه وو، ددې موضوعاتو دځواب په خاطر او دامنیتي وضعې د اصلاح لپاره دافغانستان دولت دجاپان هیواد په مرسته تصمیم ونیوه چې د ډي ، ډي ، آر د پروسې نه وروسته یو بل پروگرام شروع کړي چې هغه د ډایاگ (دناقانونه وسلوالو ډلو دبې وسلې کولو ) پروگرام دی.
په دې سر بیره د ډي ،ډي ، ار او ډایاگ پروگرامونه نور هم سره یوتربله توپیر لري:
* د ډي، ډي، ار پروگرام دافغانستان ددولت له خوا او دنړیوالې ټولنې په کمک پلی شو ، خو د ډایاگ پروگرام دافغانستان ددولت تر رهبرۍ لاندې ترسره کېږي چې یوازې نړیواله ټولنه په مشوره ورکولو کې ورسره برخه اخلي.
* ډي ، ډي ، ار پروگرام پخوانیو قوماندانانو ته چې کله به یې وسلې ورکړي فردي امتیاز هغوی ته ورکاوه، خو د ډایاگ په پروگرام کې هیڅ نوع فردي امتیاز نشته او په دې سربیره که چېرته قوماندانان په داوطلبانه او دخبرو اترو په مرحله کې دې ته حاضرنه شو چې خپلې وسلې تسلیم کري نو د فشا ر او زور مرحلې لاندې به راشي.
* ډي، ډي ، ار دبی وسلې کولو لپاره یو ښه چانس او فرصت و چې دیوه چوکات لاندې ترسره شو ، خو ډایاگ اخرین او وروستی چانس دی د قوماندانانو لپاره.
بودیجه د ډایاگ پروگرام څومره ده ؟
د ډایاگ دپروگرام بودیجه ۹ ملیونه ډالره ده.
د ډایاگ پروگرام څه وخت سرته رسیږي؟
د ډایاگ پروگرام باید د ۲۰۰۷ کال تر اخره پوری سرته ورسیږي .
د خبري رسنۍ د تماس پته:
ميرمن ارين كونتير– د ګډې دارالانشاد د عامه معلوماتو سلاكاره
د ګرځنده تيلفون شميره: ۰۷۰۱۶۶۹۱۱
د بريښنا ليك پته: aquentier@anbpafg.org / arianequentier@compuserve.com
عزت الله شمسزى - د ګډې دارالانشاد د عامه معلوماتو آمر
د ګرځنده تيلفون شميره: ۰۷۰۶۰۲۵۰۴
د بريښنا ليك پته: info@drcs.org.af/ shamszai2005@hotmail.com
احمد جان نوزادي - د افغانستان دنوي پيل دپروګرام د عامه معلوماتو آمر
د ګرځنده تيلفون شميره: ۰۷۰۲۲۷۴۱۷
د بريښنا ليك پته: anawzadi@anbpafg.org ; ahmad_jan40@hotmail.com
ويبسايت: www.diag.gov.af
انځورونه | مطبوعاتي پېښې |
پرمختيايي څانگه | شاليد | وروستى
خبر | اصلي پاڼه
له موږ سره اړيكه | همكار هېوادونه |رهنمودعمومی | تمويلوونكي هېوادونه
|